دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۲۴
د مطلب کود : 121704
د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۷ قراردادونه منظور کړل
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشري د ملي تدارکاتو كمیسيون غونډه تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

د ملي تدارکاتو کمیسیون په دغه نوبتي غونډه کې د مختلفو تدارکاتي ادارو ۱۲ بېلابېل قراردادونه وڅېړل، چې په پایله کې د۱۲ میلیارده، ۵۶۰ میلیونه، ۷۴۸ زره او یو شپیته افغانیو په ارزښت اوه قراردادونه منظور شول.

کمیسیون د پوهنې وزارت د یو قرارداد د وخت تمدیدول، د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت د یوې پروژې د محاسبوي تېروتنو سمول او د کورنیو چارو وزارت د قراردادونو د تدارکاتي پړاونو پیلول هم تائید کړل. د فواید عامې وزارت او د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې قراردادونه د زیات دقت او تخنیکي ستونزو د حل په موخه بلې غونډې ته وځنډول شول.

د ملي تدارکاتو کمیسیون تر اوسه پورې په ۳۸ پرلپسې غونډو کې له ۹۳ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۵۵۷ قراردادونه منظور کړي دي.

د ملي تدارکاتو کمیسیون په دې غونډه کې د جمهور رئيس دويم مرستيال محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، ، د ماليې، اقتصاد او عدليې وزيرانو او د ملي تدارکاتو د كميسيون مسئولينو هم حضور درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaw6n6y49nu01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته