دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 124247
ایران هم په افغان سوله کې خپل رول ته لېوالتیا ښودلې ده
ایران هم په افغان سوله کې خپل رول ته لېوالتیا ښودلې ده د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي چمتو دي، چې له پاکستان سره د افغانستان د سولې په تړاو همکاري وکړي. هغه دغه څرګندونې د پاکستان د سفر پر مهال په اسلام کې له لومړي وزیر نواز شریف سره تر کتنې وروسته رسنیو ته کړې دي. حسن روحاني وايي ایران او پاکستان د اسلامي نړۍ دوه ستر او مهم هیوادونه دي او تل یې د افغانستان په اړه سره خبرې اترې کړې دي. روحاني زیاته کړې، چې د پاکستان لومړي وزیر ترې د لیدنې پر مهال د افغانستان، پاکستان او ایران د درې اړخیزه خبرو غوښتنه وکړه او ده هم منلې ده. 
سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdcfjjdyew6d00a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته