۳۲ کيلومتره اوږد ۳۳ ميليونه امريکايي ډالرو ارزښت اسيايي بانک ماليمرسته
دا سړک چې ۳۲ کيلومتره اوږد دی د ۳۳ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د اسيايي بانک په مالي مرسته د دوه کلونو په موده کې جوړيږي.
د دې سړک د جوړېدو چارې پرون د ټولګټو وزارت مرستيال احمدولي شيرزي لخوا د پټۍ په پرې کولو پيل شوې.
دټولګټو وزارت مرستيال وايي، د سړک جوړونې کار به پوره معیاري وي، د وزارت او ولایت مقام له خوا به يي پروخت څارنه کیږي.
هغه وويل، له دې پروژې سره په څنګ کې به اوه پلونه، دېرش پلچکان، یوه دیني مدرسه او روغتون هم جوړ شي.
د چانجير او ګرشک ترمنځ د سړک د جوړېدو چارې داسې مهال پيليږي چې لا هم هلمند ولسواليو ته غځېدلې لارې ويجاړې او يو شمېر د کم کيفيت د جوړېدو له امله بېرته تخريب شوي دي.