دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 125094
بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسې د کانکور ازموينه واخيسته
د جمعې په ورځ دياد پوهنتون د دريم کانکور لپاره له 12م ټولګۍ څخه د فارغه زده کوونکو څخه د کانکور ازموينه واخيستل سوه

يادې خصوصي مؤسسې د دريم ځل لپاره د 147 تنو هغه زده کوونکو څخه د کانکور ازموينه واخيسته، چي له ۱۲ م ټولګۍ څخه فارغه سوي وه.

د ازمويني پرمهال د کندهار د ولايتي شورا دغړي اغلي خالدې احمدي ترڅنګ د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځۍ استادانو او د معارف استازو هم د کانکور له صحنې څخه څارنه کول.

پرهمدې مهال زده کوونکي هم د امتحان د صحنې څخه خوښ وه.

بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسې چي په 1394 کال کي په فعاليت پيل کړئ تر دې مهاله پوري په دو پوهنځيو کمپيوټر ساينس او انجنرۍ کي محصلينو ته زده کړي ورکوي.

د جمعې په ورځ دياد پوهنتون د دريم کانکور لپاره له 12م ټولګۍ څخه د فارغه زده کوونکو څخه د کانکور ازموينه واخيستل سوه

د ازمويني پرمهال د بېنوا دلوړو زده کړو مؤسيسې عمومي رئيس عبدالرحمن سعيد وويل، اوس مهال په دوو پوهنځيو کمپيوټرساينس او انجنرۍ کي 80 تنه محصلين لري.

هغه وويل، نننۍ د کانکور ازمويني ته 147 تنو د ۱۲ ټولګۍ څخه فارغه زده کوونکي نوم ليکنه کړې او دامهال ټول ازمويني ته حاضر سوي دي.

ده ده په خبره، د امتحان صحنه د کندهار پوهنتون او معارف رياست په ګډه همکاري تر کنټرول لاندي ده او هیڅ ډول درغلی ته پکښي اجازه نه ورکوي.

وروسته د کندهار د ولايتي شورا غړي اغلي خالدې احمدي وويل، د خوښۍ ځای دي، چي اوس مهال په کندهار کي د ورونو په زياته اندازه خوندو هم دې ته زړه ښه کړی، چي لوړي زده کړي تر لاسه کړي.

نوموړي وويل، د هيواد اوسنيو ناخوالو ته بايد همدا ځوانان د تعليم له لاري دپای ټکی کښېږدي او بايد په خپله ټولنه کي ټول هغه نالوستي کسان زده کړو ته وه هڅوي، چي دا مهال ناوړه کړني تر سره کوي.

پرهمدې مهال د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځۍ استاد او د کانکور د کمېتې غړي محمد عالم روحاني وويل، سږ کال د کانکور له لاري کندهاري ځوانان په دې توانېدلي چي د ټول افغانستان په سطحه د لوړو نومرو په لاسته راوړلو کي ځان په دوهم کتار کي راولي.

هغه وويل، د کانکور په ازموينه کي کندهاري ځوانان 80 سلنه لوړو او نيمه لوړو زده کړو ته په داسي حال کي کامياب سوي، چي د ازمويني صحنه هم خورا جدي او شفافه وه.

نوموړي له ټولو زده کوونکو څخه چي نن يې د بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسې ته د کانکور ازموينه ورکول وويل، بايد هڅه وکړي چي په خپلو هلو ځلو کي بريالي سي او دخپلي خوښي وړ پوهنځۍ ته کامياب او په ښه ډول يې پای ته ورسوي.

همدارنګه هغه زده کوونکي چي د کانکور لپاره يې ازموينه ورکول د ازمويني له صحنې څخه خوښ وه او زياتول يې چي دوی به هڅه وکړي چي خپل هيواد ته دهمدې لوړو زده کړو څخه تر فراغت وروسته خدمت وکړي.

بايد وويل سي، د ننني کانکور د ازمويني نتيجې به د رواني حمل د مياشتي پر 30 نېټه اعلان او دهغه څخه وروسته به د روان کال د ثور د مياشتي پر 4 نېټه درسونه پيل سي.

https://avapress.com/vdcgyn9qtak9xz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته