دخپریدو نیټه :شنبه ۴ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 125362
د حیرتان بندر نفتی موادو واردات دری چنده زیات سوی
د هیواد په شمال کې د حیرتان بندر د نفتي موادو د ادارې مسوولین وايي، په دې وروستیو میاشتو کې د دې بندر له لارې د نفتي توکو د وارداتو کچه لوړه شوې.

د هیواد په شمال کې د حیرتان بندر د نفتي موادو د ادارې مسوولین وايي، په دې وروستیو میاشتو کې د دې بندر له لارې د نفتي توکو د وارداتو کچه لوړه شوې.

د حیرتان بندر د نفتي موادو د تصدي رییس محمد عظیم عظیمي، د نفتي موادو د وارداتو درې چنده کیدو اصلي لامل؛ د سوداګرو لپاره د اسانتیاوې برابرول بولي.

نوموړی وايي، دغه اداره د سواګرو لپاره د اسانتیاوې د برابرولو ترڅنګ د غیرمعیاري نفتي موادو وارداتو مخنیوی هم تر لاس لاندې نیولی دی.

په دې وروستیو کلونو کې د حیرتان بندري ښارګوټی، د سوداګرو نورو بندرونو ته مخ کولو له امله رکود سره مخ شوی وو.

ویل شوې، دغه اداره توانیدلی چې د سوداګرو په هڅونې سره د نفتي موادو د وارداتو کچه په هر مربع کې له ۱۴۰۰ واګون څخه ۴۲۰۰ واګون ته زیاتوالی ورکړي.

عظیمي، د نفتي موادو د ساتنځایونو په جوړولو ټینګار کوي او وايي چې د نفتي موادو اداره او خصوصي برخه اوس د لویو ساتنځایونو په درلودلو سره د ۵۰۰ زره ټنه نفتي موادو او ګازو د ساتلو وړتیا لري.

د هغه په وینا، دغه ساتنځایونه کولای شي دهیواد ډیره برخه اړتیاوې پوره کړي.

د حیرتان د نفتي موادو د ادارې مسوولین زیاته کړې چې د هیواد په شمال په ځانګړي توګه مزارشریف هم د نفتي موادو قیمونه کم شوي دي.

د حیرتان بندر د کوچکي ښار دی چې د افغانستان او ازبکستان پولې په منځ کې دی. د هیواد شمال بلخ ولایت کې دغه ښار د مهمو سوداګریو بازار څخه شمیرل کیږي.

https://avapress.com/vdcepn8zwjh8wxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته