دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۱:۰۶
د مطلب کود : 134214
د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه ملي ستونزه ده
ولسمشر غنی د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې لمانځغونډې په شپاړس ورځني کمپاین کې وویل چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي یوه ملي ستونزه ده او د دې حالت دوام نه منوونکی دی.
د افغان غږ خبری آژانس دخبر گزاری له مخی: اشرف غنی، دهیواد رییس جمهور ټینګار وکړ چې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي ان په حکومتت کې لا هم شتون لري.
ولسمشر له ټولو غوښتنه وکړه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي په برخه کې یوځای مبارزه وکړي.
ښاغلي غني زیاته کړه:«د ولسمشر مېرمن ته د ولسمشر درناوی،د زوی مې طارق درناوی مریم لور ته مې، یوه بېلګه شي چې هر افغان باید خپلې مېرمنې ته داشان درناوی ولري او هر افغان زوی خپل خور ته دا شان درناوی وکړي.»
له بلی خوا اجرائیه رئیس وایي کله چې د تاوتریخوالي قربانیاني د عدالت غوښتنه لپاره حکومتي ادارو ته ورځي نو په دې ادارو کې هم له تاوتریخوالي سره مخ کیږي.
د ملي یووالي حکومت مني چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره شوې هڅې بسنه نه کوي.
اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«یو څوک چې قرباني دی،چېرته مراجعه وکړي؟کله چې دغه قرباني د عدالت د تطبیق لپاره یوه ارګان ته مراجعه کوي،ایا له یوه بل تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي که نه؟»
په دې ناسته کې د کورنیو تاوتریخوالیو قرباني شوې ښځې، فاطمې هم خپل برخلیک بیان کړ.
فاطمه وايي:«خاوند مې خور او مور ته مې په سپکه سترګه کتلې او له ما څخه یې غوښتل چې هغوی ورسته چمتو کړم او کله چې ما د هغه دغه غوښتنه ونه منله زه یې ووهلم.»
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶ ورځنی کمپیان به څه ډول پر مخ ځي، په دې اړه د ښځو چارو وزیره، دلبر نظري داسې وايي:«د دغه کمپاین بنسټيزه موخه د عامه پوهاوي لوړول او په ټولو برخو کې د بدلون لپاره د خلکو سمبالول دي.»
اوس‎مهال د ښځو پر وړاندې کابو ۳ زره او ۳۰۰ پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې یوازې ۹۰۰ ته رسېدنه شوې ده، په داسې حال کې چې حکومت په دې برخه کې خپلې تشې مني، خو له حکومت څخه د دې ستونزې پای‎ته رسول د خلکو هیله ده.
https://avapress.com/vdca6yn6y49neu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته