دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۱۵
د مطلب کود : 135475
جمهوررئیس غني فراه ولایت کې په ترافیکې پېښې سخت خواشینی شو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د یو مسافر وړونکي بس او د تېلو ټانکر د ټکر په پېښه چې له امله یې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول، سخت خواشینی شو.
جمهوررئیس د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او همدردۍ د څرګندولو تر څنګ شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د روغتیا دعا وکړه.
همدارنګه جمهوررئیس غني اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د ټپيانو د درملنې او د قربانیانو کورنیو سره د مرستې په موخه بیړني ګامونه پورته کړي.
ارګ-ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdca0mn6m49ney1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته