دخپریدو نیټه :جمعه ۸ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۰
د مطلب کود : 137280
ترامپ پر ایرانیانو ویزې بندې کړې
د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر ایراني اتباعو د دېرش ورځو لپاره د امریکا هر ډول ویزې بندې کړې او د بیا پیل لپاره یې پرغور کولو ټینګار هم کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : د امریکا د ولسمشر د نوي فرمان له مخې؛ هغه ایراني اتباع، چې دا مهال په امریکا کې میشت دي که له امریکا بهر شي بېرته د ورتگ اجازه نه ورکول کیږي.
په دې فرمان کې د امریکا د گرین کارد لرونکي ایراني کډوال، دیپلوماتان او د ملگرو ملتونو ایراني کارکوونکي شامل نه دي.
داسې ادعاوې هم شوې، چې د ایران تر څنگ یو شمېر نور هېوادونه هم د ترمپ په هغه فرمان کې شامل دي، چې د دېرش ورځو لپاره ویزې پرې بندې شوي؛ خو له نوم اخیستنې یې تر دې دمه ډډه شوې ده.
ترمپ د ټاکنیزو سیالیو پر مهال او بیا ترې را وروسته له ایران سره د امریکا او نړیوالې ټولنې پرهغه هوکړه سختې نیوکې کړي، چې له مخې یې د ایران اتومي پروگرام تر څارنې لاندې ونیول شو او دغه هېواد د لږ کچې یورانیمو د غني کولو اجازه ترلاسه کړه.
https://avapress.com/vdcg7u9qzak9wx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته