دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 138923
د پلازمېنې د باریک آب صنعتي ښارګوټي کار دوه کورنیو شرکتونو ته وسپارل شو
د پلازمېنې د زون صنعتي ښارګوټي عملي کار په باریک آب کې دوه کورنیو شرکتونو ته وسپارل شو.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د پلازمینې زون د پراختیا ادارې رییس د دې پروژې د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، چې دغه ښارګوټی د زر تولیدي کارخونو د ځایېدو وړتیا لري او په جوړیدو به یې پېنځه دېرش زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د صنعتي ښارګوټي د جوړیدو دغه تړون د پلازمېنې زون د پراختیایي ادارې او دوه کورنیو شرکتونو تر منځ لاسلیک شوی دی.
د پلازمېنې زون د پراختیایي ادارې رییس الهام عمر هوتکي وایي، دغه ښارګوټی د خصوصي سکتور د دوه سوه میلیون دالرو پانګې د جذبېدو ظرفیت لري او سل هغو کارخونو ته هم په کې ځای ورکول کیږي، چې په ګاونډ هېوادونو کې پرې کاري بندیز لګیدلی و.
دغه ښارګوټی په باریک آب ولسوالۍ کې پر هغه دولتي ځمکه جوړیږي، چې مخکې د زورواکانو لخوا غصب شوې وه؛ خو په وروستیو کې د ولسمشر د فرمان له مخې؛ د زورواکانو له کنترول بهر شوه.
د کابل ګارنیزیون رییس ګل نبي احمد زی وایي، د ځمکې د غاصبانو په وړاندې به کلک چلند وشي.
د ملي تدارکاتو ادارې رییس یما یاري وایي، د پلازمېنې زون پراختیایي اداره یوه له ۱۵ ادرو څخه ده ، چې کاري ظرفیت یې ښودالی دی.
د پلازمېنې زون د پراختیا اداره اووه میاشتې مخکې د ولسمشر غني په فرمان جوړه شوې او د کابل د نوې ادارې ځای ناستې ده، چې په ښار کې د سالم ښاري چاپېریال د را منځته کیدو په موخه جوړه شوې ده.
https://avapress.com/vdcb5wb8frhbf9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته