دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 139288
د امنیتي سکتورد اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر اجرائيه واکونه نلري
د امنیتي سکتورد اصلاحاتو په چارو کې د دولت وزیر او د ولسمشر سلاکار امرالله صالح اجرائيه واکونه نلري.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخې د امنیتي سکتور لپاره د دولت په چوکات کې نوی وزارت رامنځته او د ملي امنیت پخوانی ريیس امر الله صالح یې د وزیر او د امنیتي اصلاحاتو په برخه کې خپل سلاکار وټاکه.
امرالله صالح، چې پخوا د ملي امنیت رییس و، ګومارل به یې د پوځیانو پر روحیه څه اغېز ولري؟
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، چې امر الله صالح مسلکي او هېوادپال شخیت دی. د نوموړي صلاحیتونه د دې حکم په چوکات کې معلوم دي.
د نوموړي په وینا،؛ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړو افسرانو د ګومارنې د عالي بورد رهبري، د افسرانو او پولیسو د ترفیع او کومارنې په اړه ولسمشر ته مشوره، د افغان پوځ او پولیسو د ودې او پرمختیا له پروګرامه څارنه او د ملي امنیت د شورا په غونډه کې ګډون هغه دندې دي، چې امر الله صالح ته یې سپارښتنه شوې ده.
د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي، چې د ولسمشر په فرمان کې هم ښاغلي صالح ته د وزیر په توګه د کوم اجرائيه واک ښکاره اشاره نده شوې.
ولسمشرۍ ماڼې دا ګومارنه په امنیتي سکتور کې د ستونزو د حل او ګډوډيو د مخینوي لپاره کړې ده. دا، چې د امر الله صالح دا دنده به د جګړه ځپلې هېواد افغانستان په روانو شرایطو څه اغېزه ولري؛ په اړه یې د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون مرستیاله نظیفه ذکي وایي، دا یو تشریفاتي بنسټ دی، چې کار یې مشورتي بڼه لري.
پوځي کارپوه عتیق الله امرخېلوایي،د درې ارګانولاندې به دا څه اجراات وکړای شي.
امرالله صالح د ولسمشر او حکومت له جدي منتقدینو څخه بلل کیږي او د امنیتي مسوولینو له بې پرواييو یې تل شکایتونه کړي دي.
https://avapress.com/vdcg7y9q7ak9wx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته