دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۴
د مطلب کود : 140915
د فاریاب بلچراغ ولسوالی اقبلاغ مهم سیمی سقوط د طالبانو په لاس
د یوه اوونۍ سخت نښتی وروسته، د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالی آقبلاغ مهم سیمه د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، عبدالکریم یورش؛ د فاریاب پولیسو مطبوعاتی مسئول رسنیو سره په خبرو کی ویلی قبول کړی دی چی د آقبلاغ مهم استراتژیک سیمه د مسلح مخالفانو په لاس کی لویدلی او دولتی ځواکونه شاته ته تګ کړی دی.
د یورش په وینا، امنیتی ځواکونه د آقبلاق سیمی او اطرافو د تصفیی او عملیات وروسته، بیرته ولسوالی مرکز ته وګرځیدل، خو مسلح مخالفان د قاری حکمت الله، د داعش ډلی یو قوماندان د جوزجان ولایت درزاب په ولسوالی کی، په مرسته پر امنیتی ځواکونو او خلګو غورځنګ باندی برید کړی دی.
هغه ویلی دی چی دولتی ځواکونه د تلفاتو څخه د مخنیوی لپاره شاته تګ وکړ.
د فاریاب پولیسو مطبوعاتی مسئول په وینا، په دی نښتو کی، پر مخالفینو باندی د سختو تلفاتو ماسیوا، یو خلګنۍ غورځنګ کس او یو ملی پولیس وژل سوی دی او دوه نور خلګو غورځنګ کسان ټپیان سوی دی. هغه وایی چی په دی نښته کی، حکمت الله د داعش ډلی قوماندان ټپی او دوه ساتونکی یی وژل سوی دی.
د هغه په وینا، تیره ورځ د پولیسو ۱۰ تانګونه سیمی ته راغلل، خو د ۲۴ ساعتونو وروسته بیرته راوګرځیدل او په لاره کی، د مرمیو ۷ صندوقونه پهلوان کسانو ته چی طالبانو ته تسلیم سوی وو، وسپارل.
خو د فاریاب پولیسو مطبوعاتی مسوول د ۷ صندوقونو ورکول و طالبانو ته ردوی.
صبغت الله سیلاب، د فاریاب ولایت ولایتی شورا غړۍ وایی چی د آقبلاق سیمی برعلاوه، څو قریی نور د بلچراغ ولسوالی کی د طالبانو په لاس سقوط کړی دی او که دولت ددی سیمو د بیرته نیولو لپاره اقدام ونه کړی، طالبان د جوزجان درزاب ولسوالی، د آقبلاق سیمی له لاری د دشت لیلی ځینی سیمی او د فاریاب پشتونکوت ولسوالی تر ګواښ لاندی قرار ورکوی.
https://avapress.com/vdcfyxdytw6dj1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته