دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 142549
د اسلامی ګوند د ۳۵۰۰ غړو جذب څخه اندیښنی په امنیتی ځواکونو کی
د نمایندګانو مجلس ځینی غړۍ د اسلامی ګوند ۳۵۰۰ غړو د جذب څرنګوالی څخه په امنیتی ځواکونو کی اندیښنه وښوده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، عبدالرووف انعامی د نمایندګانو مجلس غړۍ وویل چی د اسلامی ګوند ۳۵۰۰ غړو د تنظیم موضوع په امنیتی ارګانونو کی د نفوذ او سوء استفادی زمینه برابروی.
ښاغلی انعامی وایی چی سیمه ایز استخبارات امکان لری خپل کسان د اسلامی ګوند تر نامه لاندی په دی منځ کی ځای پرځای کړی او په دی ډول په امنیتی ځواکونو نفوذ وارد سی.
هغه د اسلامی ګوند د غړو د آزادیدو څخه ګټه اخیستنی اشاره وکړ او وویل چی د بدخشان د جنایتکارانو څخه یو تن د حمکمی له لوری په ۴۸ کال حبس محکوم سوی وو او ۸ کسان یی په قتل رسولی دی او د اسلامی ګوند د غړۍ په نامه آزاد سوی دی.
د هغه په وینا، کله چی وی مجرم کولای سی د اسلامی ګوند د نامه څخه ګټه واخلی، آیا سیمه ایز استخبارات نه سی کولای چی ۵۰۰ تنه د اسلامی ګوند تر نامه لاندی په امنیتی ځواکونو کی ځای پرځای کړی.
عبیدالله بارکزی، د مجلس بل غړۍ که څه هم د سیمه ایزو استخباراتو هڅه د افغانستان په نظام کی د نفوذ لپاره تاییدوی خو وایی چی اسلامی ګوند یو منظم ګوند دی او په دی برخه کی دقت کوی.
اسلامی ګوند ۳۵۰۰ کسان په امنیتی نهادونو کی لیست کړی دی.
د اسلامی ګوند سیاسی شورا وایی چی په لومړۍ ګام کی دا ګوند، د ۱۰۰ تنو نوملړ د سولی توافقنامی مشترک کمیسیون ته معرفی کړی دی.
کریم امین، د اسلامی ګوند سیاسی شورا غړۍ وایی چی ددی افسرانو څخه ۵۰ څخه ډیر کسان د دګروالی، برید جنرال او د هغه څخه لوړ رتبی لری.
د اسلامی ګوند او افغانستان حکومت د سولی توافقنامی په اساس، د اسلامی ګوند ټول هغه کسان چی واجد شرایط وی او په امنیتی نهادونو کی د کار هیله ولری، په دی نهادونو استخدامیږی.
https://avapress.com/vdcayun6o49nym1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته