افغان حکومت وایي، د ۱،۸ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ قراردادونه د ملي تدارکاتو کمیسیون د غونډې په لړ کې منظور شوي.
د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د ارګ ماڼی له خوا په خپرې شوې خبرپانې کې راغلي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني غني په مشرۍ پرون په ارګ کې د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې د ۱ میلیاردو او ۸۹۸ میلیونو افغانیو په ارزښت ۲۴ قراردادونه منظور کړل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په منظوري شوي قراردادونو کې په فاریاب ولایت کې د اندخوی ولسوالۍ څخه تر قرغان پورې د سړک پخولو پروژه، د سیمهییزو خصوصي عرضه کوونکو له لارې په ناامنه سیمو کې د روغتیايي په ځانګړي ډول د مور او ماشوم لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو قرارداد. لومړۍ برخه په روزګان او کندهار، دویمه برخه په هلمند او فراه، درېیمه برخه په نورستان کې، او د ۳۶ میاشتو ( درې کلونو ) لپاره په بلخ، سرپُل او جوزجان ولایتونو کې د ولسي تړون پروژې د تطبیق لپاره د مشورتي خدمتونو د موسسو تدارک شامل دي.
نورې قراردادونه چې په دغه غونډه کې منظور شول پکې، د څلورو هوایي ډګرونو (کابل، بلخ، کندهار او هرات) د امنیت د ټینګښت پروژې قرارداد، د مالیې وزارت د کورنیو مفتشینو لپاره د مسلکي شهادت نامې د صدور برنامې لپاره د مشورتي خدمتونو پروژه، د غزني پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز(ICT center) او سولر سیستم جوړولو قرارداد، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اړتیا وړ ۱۰۰ عدده سي اې بورډونو تدارک، او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند په ۱۷ ولایتونو کې د کورنیو باغچو جوړولو او د څاڅکو سیستم د لګولو لپاره د ۹قلمه اجناسو د تدارک قرارداد شامل دي.
ارګ ماڼی واییي، د افغانستان د ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسونې عمومي شرکت اړوند له تجهیزاتو سره د ۵۰۰ متر مکعب اوبو زیرمې جوړولو پروژې قرارداد، د عامه اعتباراتو د ساتنې، مراقبت او ثبت سیستم د خدمتونو پروژه ( د بیې په لوړولو سره د تعدیل قرارداد ، د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې اړوند د ولایتي رئیسانو او ولسوالانو د اړتیا وړ ۲۰۱۷ ماډل ۹۵عرادې پیکپ موټرو تدارک، د افغانستان د برېښنا شرکت اړوند د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ د برېښنایي تجهیزاتو او ودانیزو توکو د چمتو کولو او تدارک قرارداد، د مالیې وزارت اړوند د کارت چاپولو لپاره له ټولو ملحقاتو سره د درې پایي پرنټرونو د تدارک قرارداد ورکړه هم په دغه غونډه کې منظور شول.
د ارګ ماڼی په وینا، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د اړتیا وړ اعاشوي توکو ( غوښې) د چمتو کولو او تدارک قرارداد، د نشهيي توکو سره د مبارزې وزارت اړوند په ملي او محلي کچه د عامه پوهاوي راډیویي اعلانونو د خپرولو پروژې قرارداد، او او د ملي امنیت لوی ریاست د نظامي قطعاتو او مرکزي ادارو د اړتیا وړ اوبلن ګازو د تدارک قرارداد هم د ملي تدارکاتو کمیسیون له خوا منظور شوي.