د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی،
امنیتي سرچینې ویلي چې تر اوسه سیمې ته امنیتي ځواکونه نه دې رسیدلي او طالبان د لویې لارې د سړک پر غاړو دي.
اخوا د کندز ولایت د ولایتي شورا غړی وایي، طالبانو د کندز په تلوکه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر څو پوستو بریدونه کړي دي.
د کندز د ولایتي شورا غړی زیاتوي، د کندز په ځینو برخوکې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې روانې دي.
یوې امنیتي سرچینه ویلي، د امنیتي ځواکونو یوه چورلکه چې غوښتل یې تلوکه سیمې ته ولاړ او هلته له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي، په لاره کې د تخنیکي ستونزو له کبله د کندز په بالاحصار سیمه کې بیړنۍ ناسته کړې ده.
د کندز ښار ته نېږدې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ تېره ورځ نښتې هغهمهال زور واخیست چې یادې ډلې د ښار نېږدې څو برخو باندې بریدونه وکړل.
دکندز ولایتي شورا غړی، امرالدین ولي وايي چې طالبانو د څو ولسوالۍو له لارې پر ښار بریدونه کړي، د کندزـبغلان لاره یې تړلې او افغان ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.