ټاکل شوې چې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په کلنې ناسته کې د ګډون لپاره نیویارک ته ولاړ شي.
د ولسمشر د ویندوی دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي دغه خبره پرون په یوې خبري غونډه کې وکړه.
مرتضوي د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلارې وروسته د افغانستان او هند اړیکې چې مخ په ژوریدو دي مهم وبللی او زیاتوي چې دغه اړیکې باید له نورو هیوادونو سره د دښمنۍ په توګه ونه وګڼل شي.
نوموړی تینګارکوي چې راتلونکې یوې اوونۍ پورې به د فساد پروړاندې د مبارزې ملي تګلاره ، ورستئ شي او هر څوک چې حکومت کې برخه اخلي، باید خپلې شتمنۍ ثبت کړي.
ولسمشرپه داسې حال کې دملګروملتونوکلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره چمتوالی نیسي چې دشنبې په ورځ یې د ملګرملتونو له استازو سره ، د دغه بنسټ په کړنو په کلکه نیوکه وکړه او ټینګاریې وکړ چې باید په افغانستان کې د ملګروملتونو په کړنو کې روڼتیا رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو ناسته هر کال د سپټمبر په ۱۹ نیټه ترسره کیږي چې پکې د یاد سازمان ټول غړي هیوادونه ګډون کوي.
تیرکال په دغه ناسته کې د افغانستان په استازيتوب د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ګډون کړې و.
محب جلیلي