په کابل کې د ازبکستان سفیر ویلي، د مقبرې د اساسي رغونې ترڅنګ به په دغه ولایت کې له نورو برخو سره هم همکاري وکړي.
ه کابل کې د ازبکستان سفیر عصمت الله ارګیاچوف، چې غزني ولایت ته یې سفر کړی و ویلي؛ هېواد یي هیله من دی، چې په غزني کې د سیمه ییز حکومت په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي؛ خو په پیل کې به د مشهور افغان ستور پېژندونکي او ریاضيپوه ابوریحان البیروني مزار ښکلی ورغوي.
د غزني والي عبدالکریم متین له ازبکستان وغوښتل، چې دغه هېواد دې د دغه مزار د بیارغوني ترڅنګ نورې تاریخي او لرغونې سیمې او په تېره بیا د غزني بالاحصار هم ورغوي.
د ګډو ګټو هېوادونو په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی شاکر کارګر وايي، ازبکستان دا کار د ولسمشر په مستقیمه لارښوونه کوي.
په افغانستان کې د ازبکستان سفیر ټینګار کوي؛ هېواد یې له افغانستان سره دوستانه اړیکو ټینګښت ته ژمن دی او له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.