د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د دغه ولایت ګرمسیر ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دریو قومندانانو په ګډون ۲۷ طالب وسله وال وژل شوي دي.
د دغه ولایت مطبوعاتي پاڼې نن شنبې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ د هلمند ولايت ګرمسېر ولسوالۍ کې د هزار جفت سيمه کې د امنيتي ځواکونو هوايي بريدونو کې د دريو مهمو قومندانانو په ګډون ۱۸ طالب جنګيالي وژل شوي دي.
په وژل شويو قومندانانو کې مولوي احمدالله مشهور په اخند، مولوي نصرالله او حافظ محیب الرحمن شامل دي.
پدې بريدونو کې د وسله والو طالبانو دوه عرادې موټرونو ترڅنګ سپکې او درنې وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې په همدې سيمه کې امنيتي ځواکونو چاپه وهلې، چې په ترڅ کې يې د مولوي بشير په نوم د وسله والو مخالفينو د يوه قومندان ۹ کسان وژل شوي دي.
هلمند د هیواد په سویل کې هغه ولایت دی چې وسله وال مخالفین یې په سنګین، ګرشک او یو شمیر نورو ولسوالیو کې پراخ فعالیت کوي.