په ختیخ کونړ ولایت کې ځایي حکومتي او امنیتي چارواکي وایي د سرحدي پولیس منسوبینو د پاکستاني ملیشو د راکتي بریدونو په ځواب کې توپچي بریدونه ترسره کړي.
د کونړ امنیه قوماندان جمعه ګل همت خبریالاتو وویل، چې افغان ځواکونو د پاکستاني ملیشو د بریدونو په ځواب کې توپچي بریدونه ترسره کړي.
جنرال همت زیاته کړه، چې د کرښې هاخوا د پاکستاني ملیشو له ډی سی او سارا سل ټوپونو په وسیله انداختونه شوي چې مرګ ژوبله هم اړولې ده چې ښایي د پاکستاني رسنیو له لارې ژر به اعلان شي.
په همدې حال کې د کونړ والي وحید الله کلیمزي هم تائید کړه چې د افغان ځواکونو د توپچي بریدونو په پایله کې پر افغان خاورې د کرښې له هاخوا څخه په راکټي بریدونو کې کموالی راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې میشت د ناټو او امریکایي ځواکونو لوی قوماندان جنرال نیکولسن د پاکستان راکټي بریدونو پرغبرګون کې له دې وړاندې ویلي وو چې د پولې په اوږدو کې د سړغړونې پر ځای پاکستان پوځ دې د ترهګرو په اړه استخباراتي معلومات شریک کړي ترڅو دوی وکلای شي د دغو ډلو پر خلاف اقدامات وکړي.
د پاکستان پوځ یوه ویاند جنرال اصف غفور د جنرال نیکولسن د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې پاکستان حکومت او امنیتي بنسټونه تل د پولې په اوږدو کې د هر اړخیزه همکاریو لپاره چمتو دی.
جنرال غفور د ناټو قوماندان د وړاندیز هرکلی وکړ او ادعا کوي چې پاکستان پوځ د ډریورنډ کرښې په اوږدو کې او په خپله خاروه کې د ترهګرو ټول امن ځایونه لمنځه وړي دي او له افغانستان سره پر پولې پوستې او نورې تاسیسات هم جوړه کړي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د پاکستان حکومت ضد وسله والې ډلې له افغان خاورې څخه د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.
خو افغان چارواکي وایي افغان ځواکونه د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې په یو ډول عملیات ترسره کوي او د ترهګرو د ځپلو په خاطر پوځي عملیات لا هم دوام لري.