په ترکیه کې د ۲۴۳ ښځینه افغان پولیسو روزنه د چهارشنبې په ورځ "۱۳۹۶ کال د لیندۍ لومړی" پیل شوه. دا تعلیمي دوره څلور میاشتنې ده.
په ترکیه کې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې نژدې ۳۰۰۰ افغان پولیس روزل شوې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې حکومت پلان لري چې د ښځینه پولیسو شمېر ۱۰ زرو ته ورسوي او تراوسه درې زره شپږ سوه پولیسې شته.
دغې شمېرې ته د رسېدو لپاره د کورنیو چارو د وزارت پلاوې ولایتونو ته سفرونه پيل کړې دي.
په دې ترڅ کې پرون په خوست کې د کورنیو چارو د وزارت د پلاوي مشر غلام محمد راسخ ازادي راډیو ته وویل:
"په ټولنه کې لکه څرنګه چې ډاکټر ته اړتیا شته، پولیس ته هم شته. د پولیسو له موجودیت پرته د قانون تطبیق ګرانه دی."
په خوست کې شپاړس ښځینه پولیسې شته او د تشکیلاتو له مخې پنځه اویا ښځینه پولیسو ته په دې ولایت کې ضرورت شته.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)