په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د وسله والو طالبانو د ماین جوړونې پر فابریکې د هوایي برید نوې ویډیو خپره کړی دی.
د امریکا پوځ په وینا، د طالبانو د ماین جوړونې پر فابریکې هوایي په سویل هلمند ولایت کې ترسره شوی.
په خپره شوی ویډیو کې لیدل کیږي چې د شپې په وخت پر یوه پراځه وداني هوایي برید ترسره کیږي چې په ترڅ کې یې یوه لویه چاودنه رامنځته کیږي.
د امریکا پوځ وایي، د هوایي برید په ترڅ کې لویه چاودنه په وداني کې موجود د چاودیدونکو توکو د چاودنې امله رامنځته کیږي.
د راپورنو له مخې، دغه هوایي برید درې ورځې مخکې د B-52 الوتکې په وسیله ترسره شوي.
د طالبانو وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا پوځ چارواکو د دوشنبې په ماښام وویل چې افغان او امریکایي ځواکونو د موسی قلعه په ګډون د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې د طالبانو د مخدره موادو پر فابریکې هوایي بریدونه ترسره کړي.
په دغو هوایي بریدونو کې په لومړی ځل د امریکا پرمختللې له F-22 جنګي الوتکو کار اخیستل شوی دی.