د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي د ترهګرو ډلو ترمنځ توپیر به خطرناکې پایلې ولري.
نوموړی به هندوستان کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال یو ځل بیا د سولې د بهیر په اړه د حکومت پر دریځ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د روان تاوتریخوالو د پای په خاطر افغان حکومت د هر اړخیزه خبرو ته ژمن دی.
ښاغلي عبدالله سیمه ییزو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې ښه او بد ترهګرو ترمنځ توپیر، د دولت په کچه له ترهګرو سره ملاتړ او نیابتې جګړې به د سیمې لپاره خطرناکې پایلې ولري.
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس د خپل وینا پر مهال له کوم مشخص هېواد څخه یادونه و نه کړه خو افغان چارواکي تل ادعا کړي چې په افغانستان کې تاوتریخوالي په بهر کې موجود د ترهګرو ډلو له امن ځایونو سره مستقیم تړاو لري.
افغان چارواکي وایي د طالبانو او د حقاني ترهګرې شبکې په پاکستان کې امن ځایونه لري او له دغ هېواد څخه او ځینو کړیو په مرسته په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي.
په همدې حال کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس وویل چې ټول هغه هېوادونه چې له ترهګرو ډلو څخه یې زیان لیدلی باید د یو بل پر مرسته د دغو ګواښونو د لمنځه وړلو لپاره هلې ځلې چټکې کړي.