دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 154437
د بیت المقدس په هکله د امریکا ولسمشر ټرمپ پرېکړه او د افغان حکومت غبرګون

د ملي یووالي حکومت د بیت المقدس په هکله د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پریکړې په اړه غبرګون وښود.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د هېواد د مسلمانانو او اسلامي نړۍ د خلکو د ژورې اندېښنې په درک کولو سره، د بیت المقدس د په رسمیت پېژندلو او دغه ښار ته د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت د انتقال په اړه دمخه له ډیپلوماتیکو لارو څخه د هغه هېواد رهبري ته خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوی تصمیم د نړۍ د ټولو مسلمانانو د احساساتو د زیانمن کېدو لامل شوی او په منځي ختیځ کې د سولې پروسه له خطر سر مخ کوي، له همدې امله په دې اړه د فلسطین له ګډون او د خپلواک دولت له حل لارې پرته هر یو اړخیز اقدام په مثبته پایله او دایمي حل لاره نه بدلېږي.

د ارګ ماڼي پهوینا، د ملي یووالي حکومت او زمونږ مسلمان هېوادوال د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره د یو خپلواک دولت لرلو په موخه د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د تامین غوښتونکي دي.

ارګ ماڼی وایي، بیت المقدس د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه چې ټولو ادیانو ته هم ارزښت لري او د هغه موقعیت باید د بین المللي قوانینو، د ملګرو متلونوسازمان د مصوبو او د نړۍ د میلیونونه مسلمانانو د غوښتنو پر بنسټ تثبیت شي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې لکه څنګه چې لیدل کېږي له نېکه مرغه د دغې موضوع په اړه نړیواله اجماع وجود لري چې د بیت المقدس په اړه یواړخیز تصمیم نه شي نیول کېدلی او د سولې په عمومي چوکاټ کې باید دایمي حل ته ورسېږي.

ارګ ماڼی وایي، ملي یووالي حکومت په فلسطین کې د دایمي او عادلانه سولې د تحقق لپاره له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ او ملګرو ملتونو سازمان په چوکاټ کې په دوامداره توګه د دې پروسې ملاتړ کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtxevauqeixz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته