دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 155028
د افغان ځواکونو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې ستراتیژي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ د امریکا ملي امنیت په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړه او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې نورې هم لوړې شي.

د ولسمشر ټرمپ په ستراتيژي کې راغلي چې امریکا ژمن دی ترڅو د طالبانو، القاعدې، داعش، او نورو ترهګرو پر ضد له افغان حکومت او امنیتی ځواکونو سره ملاتړ وکړي.

په نوې ستراتیژي کې دا هم راغلي چې امریکا په پام کې لري چې افغان امنتیي او دفاعي ځواکونه لا تجهیز او پیاوړي کړي ترڅو وسله وال طالبان په دې پوه شي چې دوی د جګړې په ډګر کې بریا نشي ترلاسه کولای.

د امریکا ولسمشر ویلي چې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره به یې له افغانستان سره ملګریتوب دوام وکړي او په افغانستان کې د فساد پر مبارزې او د اصلاحاتو پر راوستول ټینګار وکړ.

د په داسې حال کط ده چې ولسمشر ټرمپ د روان کال د اګسټ په میاشت کې د سویلي اسیا لپاره د خپل ادارې نوې تګلاره په ډاګهه کړه او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت پر دوام او ترهګرو ډلو پر لمنځه وړلو یې ټینګار وکړ.

ولسمشر ټرمپ د ترهګرو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو له هڅو او مبارزو څخه هم ستاینه وکړه او زیاته کړه چې د افغانستان او د افغان پوځ د تقویې په برخه کې به د امریکا مرستې ادامه ولري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxn9q7ak9nz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته