د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي، په افغانستان کې د جګړې ښکېلو غاړو ټول جنګي قوانین او اصول تر پښو لاندې کړي او د ملکیانو مرګ ژوبلې تهيې هېڅ پاملرنه نهده کړې.
د دې ګروپ غړي عزیز احمد تسل د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» په کابل کې په دې اړه جوړې شوې يوې خبري ناستې ته وویل چې په تېرو اتو میاشتو کې د وسلهوالو ډلو د بمي او ځانمرګو حملو او د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي حملو کې نږدې ۴۰۰۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ښاغلي تسل په وینا، په دومره کمه موده کې د ملکیانو دومره لوړه مرګ ژوبله افغان ولس ته د اندېښنې وړ ده.
دی وايي:
"په ټول افغانستان کې په تېرو اتو میاشتو کې ۱۳۷۲ کسان وژل شوي دي او ۲۳۶۰ نور ټپيان شوي دي چې دا د افغانستان د دولت او افغان ولس لپاره د اندېښنې وړ خبره ده. که اړوند بنسټونه او ولس سره متحد نهشي، همدا ځای دې شاهد وي چې روان ۲۰۱۸ میلادي کال به هم ډېر خونړی کال واوسي."
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د راپور د موندنو لهمخې په دې موده کې يوازې د داعش ډلې د بمي او ځانمرګو بریدونو په نتیجه کې ۳۲۷ ملکیان وژل شوي او ۹۲۴ نور ټپيان شوي چې لوړه کچهيې په کابل، ننګرهار، هرات، غور، کندز او هلمند ولایتونو کې ښودل شوې ده.
د دغه راپور له مخې د افغان او بهرنیو ځواکونو د هوايي حملو له امله هم ۲۲۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۶۲ تنهیې د بهرنیو ځواکونو د هوايي حملو په نتیجه کې وژل شوي او ۱۶۷ تنه نورو ته بیا د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو حملو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې راپور په حواله په وژل شویو او ټپيانو کې ډېره برخهيې ښځې او ماشومان دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې د وسلهوالو نښتو پر مهال ۱۳۰۰ ملکیان وژل شوي او له ۳ زره ډېر ټپيان شوي دي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د مسؤلینو په خبره د ملکیانو د مرګ ژوبلې د شمېر د زیاتوالي لامل د جګړې د ښکېلو لورو لهخوا د جګړهییزو قوانینو او اصولو نهمراعتول دي.