کریم یورش؛ فاریاب پولیسو قوماندی ویاند رسنیو ته ویلی دی چی دا پيښه د جدی په ۲۶ د سه شنبه په سهار داسی وخت رامنځته سو چی خلګ په بازار کې تجمع کړی وو.
هغه وویل چی قربانیان غیری نظامی خلګ دی چی د ورځنۍ ژوند سودا لپاره بازار ته راغلی وو.
د هغه په وینا د ځینو ټپیانو حالت ډیر خراب دی او فاریاب ولایت مرکز ته لیږدول سوی دی.
دولتی چارواکی، تروریستان ددی برید عامل بولی؛ خو هیڅ ډله تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.