دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۷
د مطلب کود : 163302
طالبانو د بغلان د تاله و برفک ولسوالي ونیوله
د بغلان والي عبدالحي نعیمي وايي چې د تاله و برفک ولسوالۍ کې مېشتو امنیتي ځواکونو ته د هوايي ځواک مرسته ناوخته ورسېده نو ځکه طالبانو ولسوالي ونیوله.
ښاغلي نعیمي امریکا غږ وویل چې شاوخوا ۱۰۰ امنیتي او د عامه نظم ځواکونه د ولسوالۍ په غرونو او درو کې وېشل شوي دي او د هغوی ته د اوښتیو تلفاتو په اړه لا دقیق معلومات نشته. له ولسوالۍ سره مخابراتي اړیکې هم پرې شوي دي.
د بغلان د ولایتي شورا ریس محمد صفدر محسني وايي چې تاله و برفک ولسوالي سه شنبه (مۍ۸) مازیګر د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. صفدر محسني وویل د تلفاتو په اړه معلومات نشته، خو ځینې پولیس له سیمې وتلي او "یو شمیر یې طالبانو" نیولي دي.
هغه وویل چې په دغې ولسوالۍ کې ۳۰۰ پولیس په دنده ګومارل شوي. هغه دا شک هم وښوده چې "ددغې ولسوالۍ په سقوط کې کیدای شي معامله شوي وي، ځکه په نظامي شورا کې د ولایتي شورا له خوا ولسوالۍ ته د ورپېښو تهدیداتو په اړه مسولینو ته یادونه شوې" وه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ته په منسوبې ټویټر پاڼه کې لیکل شوي چې وسله والو طالبانو د تاله و برفک ولسوالۍ مرکز او امنیه قومنداني نیولې او په ادعا یې یو شمېر افغان پولیس یې وژلي او ژوبل کړي دي.
د بغلان دهنه غوري ولسوالي هم څه موده وړاندې د دولت مخالفو وسله والو طالبانو نیولې وه او تالاوبرفک دویمه ولسوالي شوه چې وسله والو نیوله.
تالاوبرفک ولسوالي د بغلان د ناامنو ولسوالیو څخه شمېرل کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawen6u49nie1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته