دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 166641
د وحیدی محاکمه د هزاره وو فرمایشی محاکمه وو
محمد محقق؛ اجرایی ریاست دوهم معاون بلخ ولایت چهارکنت ولسوالی ته په سفر کې خپل پلویانو په ټولنه کې وویل چی د عبدالرزاق وحیدی محاکمه د هزاره وو یو فرمایشی محاکمه وو.

ښاغلی وحیدی د ښاغلی محقق له لوری د ملی وحدت حکومت جوړیدو وروسته د معلوماتی تکنالوژی او مخابراتو وزارت کرسی لپاره معرفی شوی وو.
ښاغلی وحیدی تیره اونۍ د ۱۶ میلیونو افغانیو اختلاس او غیری قانونی استخدام په تور خپل وزارت په موده کې تورن دی. د هغه دنده د ۱۳۹۵ کال په ژمۍ کې معلق شو.
ښاغلی محقق تیره ورځ د سرطان په ۱۵ نیټه په خپلو خبرو کې وویل چی ښاغلی وحیدی یواځی ۲۶ تنه بالقطع په توګه د ۱۳ زرو افغانیو په معاش مقرر کړ، په داسی حال کې چی ددوی(ښاغلی غنی) خپله وزیران په سلهاوو کسان په ډیر لوړ معاش سره مقرر کړی دی.
د اجرائیه ریاست دوهم معاون وویل چی اوس د ځوانانو نوبت رسیدلی دی چی صحنه ته راشی.
هغه هیواد خلګو ته په خطاب کې وویل چی د جنګ قهرمانان یاست، باید د علم او زده کړی قهرمانان اوسی.
هغه وویل چی د طالبانو وروسته د هزاره ملیت څخه یو متخصص فارغ التحصیل په لټه کې وو چی وزارت مقام ته معرفی کړی خو خوشبختانه هزاره ملیت په زرهاوو لیسانسه، ماستر او دکتورا فارغین لری.
ښاغلی محقق همدارنګه په شمالی ولایتونو کې اخیرو مشکلاتو ته په اشاره سره وویل چی تاسو آدرس څخه د ښاغلی غنی څخه غواړو چی د ښاغلی دوستم سره مشکل حل کړی.
هغه وویل چی د افغانستان مشکل په زور او جنګ سره نه حل کیږی او د دوستم یو قوماندی نیول کیدنه افتخار نه دی؛ وروسته د تیر وختونو ولسمشر حفیظ الله امین نیول کیدنو ته اشاره وکړه او وویل کوم عاقبت سره مخ شو.
https://avapress.com/vdcjxmevvuqemmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې