دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 167398
په ارزګان ولایت کې د ماین جوړولو یو مرکز نیول کیدنه
راپورونه وایی، ملي امنیت ځواکونو په ارزګان کې د وسله والو د ماین جوړولو یو مرکز نیولی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ارزګان د ملي امنیت ادارې رییس عبدالصمد شمن نن ورځ په دی اړه رسنیو ته وویل، یاد مرکز د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې پرون د ملي امنیت ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
هغوی وایی، امنیتي ځواکونو له یاد مرکز څخه لسګونه کړۍ ماینونه او د ماین جوړولو وسایل نیولي او شنډ کړي دي.
سرچینی څرګندوی، چې وسله والو طالبانو له دغه ماینونو د افغان ځواکونو پر ضد کار اخیست.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcjhaevouqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته