تندر قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ۲۰۳ تندر قول اردو جزو تامونو د کشفي راپورونو پر اساس د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د نیک نام پله په سیمه کې د تندر په نوم د ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ ۸ تنه وسله وال مخالفین وژلې او ۱۲ تنه ژوبل کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو یو تن پاکستاني اتباع چې میرزا خان نومیږی د سردارخان زوی دی او د بلوچستان د سراب اوسیدونکی دی، ژوندئ نیولی.
د تندر قول اردو په وینا، د تندر په نوم ګډ چاڼیزعملیات چې د ۲۰۳ تندرقول اردو درستیزوال ډګروال روح الله خلیل اوغلو په مشری د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې لاهم دوام لري.
پکتیا د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د پکتیا ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه هم دوام لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)