دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 177125
طالبانو کندهار ولایت میوند ولسوالی افغان پوځ پر یو کنډک باندی برید کړی
سه شنبه د مرغومې په ۱۰ مه وسله والو طالبانو د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د افغان پوځ پر یوه پراته کنډک برید کړی او په پایله کې یې افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اوردو قومندان عبدالحمید رسنیو ته ویلي چې په دغه برید کې ۵ سرتیري وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اوردو قوماندان، دا نه مني چې ګواکې طالبانو تر ځمکې لاندې ۸۰۰ متره سوری ایستلی او بیا یې تر دغو پوځي کنډک لاندې چاویدونکې توکي ځاي پرځای کړی او چاودنه یې ورکړې ده.  
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد هم، په میوند ولسوالۍ کې د تېرې شپې په برید کې  لسو تنو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو خبره تائیدوي.
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند پر خپل ټویټر د میوند ولسوالۍ پر کنډک د تېرې شپې په برید کې د لسګونو عسکرو د وژل کیدو، د مهماتو او ټانکونو د له منځه وړلو ادعا کوي.
د طالبانو ویاند زیاتوي چې په دغو برید کې یې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده، د ده په خبره چې  ۳۵ کمانډويي عسکر یې وژلي دي.
 
https://avapress.com/vdciryazwt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته