دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 165118
طالبانو کندهار کې دولس پولیس وژلي
وسله والو طالبانو تیره شپه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې پر پولیسو برید کړی دولس سرتیري یې وژلي دي.
ارغنداب ولسوالۍ کې یوه امنیتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وویل، برېد وسله والو تېره شپه ناوخته د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان په کلي کې د ملي او سيمه يیزو پولیسو پر يوه مرکز ترسره کړی، چې له امله يې د سيمه يیزو پوليسو په ګډون ۱۲ پوليس وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.
سرچېنه وایي بريد کې وسله الو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د کندهار د ولایت مقام د رسنیو مرکز وايي په پېښه کي درې محلي او دوه ملي پوليس وژل شوي دوه محلي او يو ملي پوليس ټپيان شوي دي.
د طالبانو سيمه يیزو مسوولينو د بريد مسووليت په غاړه اخستي او ادعا يې کړې، چې په ياد بريد کي يې د ۳۲ ملي او سيمه یيز پوليس وژلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تیره ورځ د کوچني اختر په شپو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ او دا اوربند هیواد کې د زیات شمیر خلکو له تود هرکلي سره هم مخ شو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzmnz623n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته