دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۵
د مطلب کود : 179094
په هرات ښار کې یو خصوصی ښوونځی دروازی مخته چاودنه
نن سهار د ۷:۱۵ بجو په شاوخوا د هرات ښار باد مرغان په سیمه کې د توحید خصوصی ښوونځي د ننوتلو دروازی مخته یو صوتی بمب چاودنه شوی دی.

په هرات کې امنیتی مسؤولین وایی چی نن سهار ناپیژانده کسان صوتی بمب د توحید خصوصی ښوونځی ورودی دروازی په وړاندی ځای پرځای کړی وو چی په دی پیښه کې هیچا ته زیان نه دی رسیدلی.
جنرال امین الله امر خیل د هرات امنیه قوماندان افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل چی نن چاودنه یو صوتی بمب چاودنه وو چی نن سهار نږدی ۷:۱۵ بجو په شاوخوا د هرات باد مرغان به سیمه کط رامنځته شوی دی.
هغه وویل چی پیښه حتما د ذات البینی مسایلو له امله وو چی په څیړنه کې به واضح شی.
همدارنګه مهدی حدید د هرات ولایتی شورا نماینده زموږ خبرنګار ته وویل چی چاودنه یو چسبکی بمب له امله وو چی توحید مکتب دروازی مخته د درسونو شروع کیدو دوه ساعته مخکې چاودنه کړی دی.
هغه وویل چی خوشبختانه هیچا ته زیان نه دی رسیدلی.
 
https://avapress.com/vdcf11dyjw6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته