دخپریدو نیټه :جمعه ۶ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 184025
په زابل ولایت کې د طالبانو بندیخاني څخه ۵۳ تنه بندیان خوشي کړل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د زابل ولایت په دای چوپان ولسوالۍ کې د طالبانو له زندانه ۵۳ زندانیان را خوشي کړل شوي دي.

د دفاع وزارت د خبر پاڼې له مخې، د زابل ولایت د دای چوپان ولسوالۍ په اولم کلي  کې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګ‌‌‌‌‌‌ډو عملیاتو کې د طالبانو له زندانه ۵۳ تنه زندانیان چې اکثریت یې سرتېري دي، را خلاص کړای شوي دي. د دې عملیاتو په دوران کې ۸ طالبان هم وژل شوي دی.
د خبر پاڼې له مخې، په دغو را خلاص کړل شوو زندانیانو کې، ۴ کسه د کومانډو ځواکونو پرسونل، ۴ کسه پولیس سرتیري، ۴ کسه سیمه ییز پولیس، ۳۲ کسه د ملي اردو سرتیري، ۱ د ملي امنیت کارمند او ۸ تنه نور ملکي وګړي شامل دي.
 
https://avapress.com/vdcf0jdytw6dcxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته