دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 216859
د کاپیسا پولیسو د یوې ځوانې نجلۍ جسد موندلی
د کاپیسا ولایتي چارواکې وایي، پولیسو د دې ولایت په حصه اول کوهستاني ولسوالۍ کې د یوې ځوانې نجلۍ جسد موندلی.
د کاپیسا ولایت د والي ویاند عبدالشایق شورش خامه پرس ته وویل، پولیسو نن سهار شپږ بجې د دې ولایت د حصه اول کوهستاني ولسوالۍ د ملاخېلو په سیمه کې د یوې پېغلې نجلۍ جسد موندلی.
نوموړي وویل د دغې نجلي د مرګ دلیل تر اوسه معلوم نه دی او پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم کاپیسا ولایت کې د یوې نجلۍ جسد موندل شوی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgn39xyak9q74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته