د راپورونو له مخې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په باړه سیمه کې نامعلومو وسلهوالو د امریکایي پوځ پر هغه وسایلو بار ټانکونو برید کړی چې له افغانستانه یې پاکستان ته لېږدول.
راپورونه وایي، دغه برید د پښتونخوا په باړه سیمه کې په هغه مهال شوی چې له افغانستانه پاکستان ته د امریکايي پوځ له وسایلو بار ټانکون له دغې سیمې د تېرېدو په حال کې وو.
د راپورونو له مخې دغه ټانکونو په ټېلري موټرونو کې بار و چې د نامعلومو وسلهوالو له برید سره مخ شوي او ګڼ ټانکونه یې سوځولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته امریکا هره ورځ د تورخم له لاري خپل ټول نظامي توکي ټانکونه او نور وسایل پاکستان ته لېږدوي.
د امریکا دغه کار د افغان حکومت او ډېرو افغانانو غبرګونونه هم را پارولي دي، حکومتي چارواکي وايي، امریکا له افغان حکومت سره د کړې امنیتي هوکړې خلاف عمل ترسره کوي او هغه څه چې باید افغان پوځ ته پاتې شي دوی یې پاکستان ته لېږدوي.
خو امریکایي چارواکو تراوسه په دې تړاو کومه څرګندونه نه ده کړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)