دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 253772
له نورستان وروسته د کونړ په ځنګلونو کې اور لګیدلی
کونړ کې د اسلامي امارت چارواکي وایي، د دغه ولایت د چپې درې ولسوالۍ اړوند «دیګل» سیمې په ځنګلونو کې اور لګیدنه رامنځته شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس – مانیتورینګ، د کونړ لپاره د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیب الله حنیف نن (شنبه، ۱۴ د غبرګولي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویلي، دوه ورځې وړاندې د کونړ د چپې درې ولسوالۍ «دیګل» سیمه کې اور لګیدنه رامنځته شوې، چې پر وخت سیمې ته رسیدلي او اوسمهال د سیمې اوسېدونکي د اور د وژلو هڅه کوي.

نوموړی وایي، چپه دره د نورستان نورګرام ولسوالۍ سره نیږدې پرته ولسوالۍ ده.

په ورته وخت کې د نورستان ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې لګیدلی اور په بشپړ ډول مهار کړی او د خپریدو خطر یې نشته.

نورستان کې د اسلامي امارت د اطلاعات او فرهنګ رییس سمیع الحق حق بیان وایي، دا اور څو ورځې وړاندې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ د «شام» درې سیمې اړوند ځنګل کې د دوو قومونو ترمنځ د شخړې له امله لګیدلی و.

څه باندې دوه اوونۍ کیږي چې پدې ځنګلونو کې اور لګیدلی او د سیمې اوسیدونکي وایي، د دې اور مړه کول یې د وسې څخه بهر دي، د خلکو د مالوماتو له مخې تراوسه په دې اور کې ۲۰۰ جریبه ځنګل سوځیدلی دی.

تېره ورځ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د چین د شارژدافیر دینګ ینان څخه غوښتي چې  نورستان ولایت پدې ځنګلونو کې د اور په مړه کولو دې په سمدستي توګه همکاري وکړي.

بل لور ته په ټولنیزو رسنیو کې داسې داسې خبرونه خپاره شوې، چې د ننګرها د دور بابا ولسوالۍ په«ماشین ناو باغ» غره کې هم له تیرو پنځو ورځو راهیسې د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله په ځنګل کې اور لګیدلی او دا اور په چټکۍ د خپریدو په حال کې دی.

ځایي اوسیدونکو د اسلامي امارت له حکومت غوښتي چې د یاد اور په مهارولو کې دې مرسته وکړي. تراوسه ننګرهار کې اسلامي امارت چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
 
سرچينه : اطلاعات روز
https://avapress.com/vdcbzfb55rhbszp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته