دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 254839
افغانستان یو ځل بیا له امریکا څخه د کنګل شویو شتمنیو د خلاصون غوښتنه کړې ده
د اسلامي امارت چارواکو یو ځل بیا د امریکا پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې خوشې کړي.
افغان غږ خبری آژانس، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو خلاصول د خلکو د ژوند د دوام لپاره حیاتي دي.
 
نوموړي پر نورو هېوادونو هم غږ وکړ، چې د اسلامي امارت پر وړاندې بنديزونه لرې کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې خوشې کړي.
 
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې مرکه کې پر نړۍ غږ کړی چې د بندیزونو د لیرې کولو او د شتمنیو د خلاصون له لارې افغانانو ته تر ټولو اساسي حق چې د ژوند حق دی، ورکړي.
 
بلخي زياته کړه، چې نړيواله ټولنه د بشري حقونو اندېښنې په بل ډول مطرح کوي.
 
هغه په ​​یوه انتقادي پوښتنه سره وپوښتل؛ په داسې حال کې چې ۱۶ هېوادونو د مذهبي لږکیو، په ځانګړې توګه د مسلمانانو له حقونو څخه انکار کړی، ایا دوی د بشري حقونو د سرغړونو له امله له بندیزونو سره مخ دي؟
 
خو وروسته له دې چې اسلامي امارت د افغانستان واک تر لاسه کړ، امریکا اعلان وکړ چې د دوحې د منشور په پلي کولو کې یې له اسلامي امارت سرغړونه کړې او په زور یې کابل ته ننوتي او اشغال کړي دي. پر دې ډلې بندیزونه لګوي او په متحده ایالاتو کې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ کنګلوي.
 
له دې وروسته اسلامي امارت په وار وار د دغو شتمنیو د خلاصون غوښتنه وکړه؛ خو امریکا تر اوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی.
 
https://avapress.com/vdcgwt9xyak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته