دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 256105
په پلخمري کې د داعش پر وړاندې د عملیاتو دوام؛ ټول ښار پلټل کیږي
د بغلان سیمه ییزو سرچینو او سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په پلخمري ښار کې د داعش او د «اسلامي امارت» د ځواکونو ترمنځ له جګړې وروسته؛ د دغه ښار وضعیت کړکیچن شوی دی. د دې ولایت مرکز پوځي دی او د ښار ټول مشکوک کورونه او کوڅې یې پلټلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بغلان ولایت باوری سرچینو نن دوشنبه د اسد ۳ مه وویل: په پلخمری ښار کې د داعش پر ضد عملیات اوس هم دوام لری. له کابل څخه ځانګړي ځواکونه رسېدلي او د بغلان پر امنیه قومندانۍ د برید د عاملینو لټون روان دی.
 
دسرچينو له مخې د یکشنبه له سهار څخه تر ماښامه پورې پوځيانو د سرک زراعت سيمې څخه تر شيشنډ کوټي پورې ټولې لارې او کوڅې بندې کړې وې او چا ته يې د کور نه د وتلو اجازه نه ورکوله.
 
سرچينې زياته کړې، چې نن سهار د پلخمري ښار په ټولو سيمو کې چاڼيز عمليات پيل شوي او په شدت سره دوام لري.
 
په همدې حال کې د بغلان سيمه ييز چارواکي هم د شنبې د ورځې د بريد د عاملينو د نيولو هڅې تاييدوي.
 
اسدالله مصطفی هاشمي؛ د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس افغان غږ خبری آژانس ته وويل: په پلخمري ښارکې د امنيتي ځواکونو د ډزو د عاملينو د نيولو پلټنه روانه ده.
 
هاشمي د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه او ويې ويل چې په کابل کې د ملي امنيت چارواکي د دې عملياتو په اړه ټول معلومات لري او په اړه يې څه نه شي ويلاى.
 
په دې اړه مو د استخباراتو د عمومي ریاست د چارواکو نظر هم غوښتل؛ خو له ډېرو هڅو سره سره بریالي نه شوو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د بغلان سیمه ییزو چارواکو د داعش ډلې اړوندو کسانو د ځپلو په موخه د چاڼیزو عملیاتو اعلان کړی و. د شنبې په ورځ د اسد د لومړۍ نیټې په ماسپښین د بغلان د امنیه قومندانۍ له شا څخه داعش پورې تړلو کسانو په امنیتي ځواکونو ډزې وکړې او د دواړو لورو ترمنځ جګړه پیل شوه.
 
له څو ساعته جګړې وروسته په داعش پورې تړلي کسان په تېښته بریالي شول.
 
 د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دواړو لورو ترمنځ د نښتې په پايله کې تر ٢٠ زيات ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdce7p8wnjh8nzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته