دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 257438
له ترکیې څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج دوام؛ نور ۲۲۷ پناه غوښتونکي بیرته راستانه شوي دي
له ترکیې څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو له بهیر وروسته، د دغه هېواد حکومت ۲۲۷ نور افغان کډوال هم نیولي او کابل ته یې د استرداد لپاره استانبول ته استولي دي.
افغان غږ خبری آژانس: له ترکیې څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج له پروسې وروسته ۲۲۷ تنه نور کډوال له ادلیب ولایت څخه تر توقیف وروسته استانبول ته انتقال شول.
 
اناتولي دا هم لیکلي چې ترکي چارواکي پلان لري چې دغه کسان د چارټر الوتنې له لارې کابل ته ولېږي.
 
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د جنورۍ د راپور له مخې، په ترکیه کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغان کډوال مېشت دي چې له دې ډلې شاوخوا ۱۳۰ زره یې قانوني اسناد نه لري او د اجباري اخراج له خطر سره مخ دي.
 
تر دې مخکې ترکي رسنیو ویلي وو چې د هغو «ناقانونه مهاجرینو» د سپارلو فعالیتونه چې په مختلفو نیټو نیول شوي او په موقت ډول په ترکیه کې د بهرنیانو د استرداد په مرکزونو کې اوسیږي، اوس هم روان دي.
 
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت څه موده مخکې د یوې اعلامیې په خپرولو سره له غیرقانوني مهاجرتونو سره په دوامدارې مبارزې باندې ټینګار وکړ او اعلان یې وکړ: د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کښې ۵۹ زره او څلویښت غیر قانوني کډوال له دغه هیواده ایستل شوي دي.
 
د ترکیې د حکومت په وینا دا شمېره د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳۶ سلنه زیاته شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcexf8wvjh8nei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته