دخپریدو نیټه :شنبه ۵ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 257703
د افغان اربعین حسینی زیارت کوونکي لپاره د ایران انتظامات/ غوښتونکی باید د سنبلي تر ۲۴ پورې د ایران سفارت سره اړیکه ونیسی
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د قونسلګرۍ برخې د مسول په وینا؛ د اربعین حسینی د مرکزی دفتر په دغه هیواد کښې د مختلفو غونډو په ترسره کولو سره د اربعین په بهیر کښې د افغان زیارت کوونکي د ګډون لپاره مهم تصمیمونه نیولی دی لکه په وخت د ویزو صادرول، په سرحدونو کښې د دروازو زیاتول، د زیارت کوونکي لپاره د استوګنې زمینه برابرول او هغوی ته روغتیا او خواړو ته توجه کول. په دې لړ کښې د اربعین د زیارت غوښتونکو ته موقع ورکول کیږی چې د ایران د اسلامی جمهوریت سفارت او قونسلګریو ته لاړ شی او یوازې د سنبلي د میاشتې تر ۲۴ نیټې پورې د زیارت ویزې ترلاسه کړی.
افغان غږ خبری آژانس: په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت د قونسلګرۍ برخې مسوول وايي، د ویزو د ورکړې، په پوله کې د نویو دروازو د جوړولو، د سیلانیانو لپاره د استوګنې، روغتیا او خوراکي توکو د برابرولو لپاره لازم ترتیبات او چمتووالی نیول شوی دی. او داسې نور شیان چې افغان لیدونکو ته د اسانتیاوو برابرول په پرله پسې ډول له چارواکو سره په نظر کې نیول شوي دي.
 
هغه زیاته کړه؛ د اربعین حسیني په مراسمو کې ګډون کوونکو ته د ویزو د صادرولو په موخه د افغانستان د زیارت او اوقافو له ټولنې سره په وخت د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت او قونسلګریو ته د مراجعې لپاره لازمې ناستې او ترتیبات نیول شوي دي. د اربعین په مراسمو کې په انفرادي یا ډله ایزه توګه د ګډون په صورت کې باید د اسلامي جمهوریت سفارت او قونسلګرۍ ته لاړ شي او د سنبلي تر ۲۴ نیټې پورې د زیارت ویزه ترلاسه کړي.
 
په کابل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت د قونسلګرۍ مسول څرګنده کړه: د هغو اربعین زیارت کوونکي لپاره چې د عراق ویزه یې ترلاسه کړې ده، د زیارت د ویزې بیه ۶۰ یورو ده چې د ایران اسلامی جمهوریت ته په دوو داخلیدو سره. هغه زیاته کړه چې د ایران په اسلامی جمهوریت کښې به د هغوی د اوسیدو موده شل ورځې وی.
 
د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت دغه چارواکی زیاته کړه: د ایران د اسلامی جمهوریت لخوا په سرحدونو کښې د زائرینو د ګړندی تګ راتګ لپاره اضافی دروازې په نظر کښې نیول شوی دی او په دې لړ کښې له افغان چارواکو سره خبرې اترې شوی دی چې لازم اقدامات وکړی. .
 
هغه زیاته کړه، د ایران اسلامی جمهوریت ته د اربعین زیارت کوونکي د ننوتلو یو شرط د کرونا د واکسین کارت درلودل او د هغې دوه ډوزونه دی او په دې اړه د افغانستان د زیارت کوونکي له شرکتونو سره خبرې شوی دی.
 
په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت د قونسلګرۍ مسوول اعتراف وکړ چې سږ کال به له ايران او د ايران له لارې څه د پاسه پنځه ميليونه زيارت کوونکي د عراق کربلا او سپېڅلو ځايونو ته ولاړ شي.
 
هغه دا هم وویل چې د کرونا له ناروغۍ مخکې او په ۱۹۹۸ کال کې د اربعین په ورځو کې شاوخوا ۶۰ زره کسانو له افغانستان، سل زره له پاکستان او ۶۰ زره نورو له اذربایجان څخه د حرمینو شریفینو زیارت وکړ.
 
د یادولو وړ ده چې هر کال د اربعین حسینی د رارسیدو سره سم د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د اهل بیت(ع) مینه وال د امام حسین(ع) په سپیڅلی زیارت کښې د دغه ورځې د لمانځلو لپاره و کربلا ته ورځی.
 
https://avapress.com/vdcjyae8tuqeiaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته