دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۱
د مطلب کود : 260511
په تېر یوه کال کې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې هېڅ پیسې نه دي لګول شوي
سیګار وايي، د تېر حکومت له سقوط وروسته د افغانستان د بیارغونې په برخه کې هېڅ پیسې نه دي لګول شوي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) ویلي دي چې په تیر کال کې له افغانستان سره د ۱.۱ میلیارد ډالرو بشري مرستو سره سره د امریکا ترمنځ د همغږۍ د نشتوالي له امله دولتي ادارو د افغانستان د بیارغاونې لپاره څه نه دي کړي او نه یې پیسې لګولي دي.
 
د سیګار مشر جان ساپکو هم د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) او د دغه هېواد د خزانې وزارت پر نه همکارۍ او همدارنګه په دې برخه کې د امریکا د حکومت له خوا د خنډونو پر رامنځته کولو نیوکه کړې ده. د سیګار څیړنه چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو مرستې څنګه کارول کیږي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د سره صليب د کمېټې په تازه راپور کې راغلي چې د تېر کال په اسد کې د پخواني حکومت له نسکورېدو راهيسې ۷۰۰ زره دندې له لاسه ورکړي دي.
 
په افغانستان کې د سره صلیب کمیټې راپور ورکړی چې په افغانستان کې د شاوخوا ۹۰ سلنه کارګرانو ورځنی عاید له ۱.۹ ډالرو څخه کم دی.
 
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو له راتګ سره ډېری اشرافیان او تمویل کوونکي له افغانستانه وتښتېدل، چې دغه کار په هېواد کې د بېکارۍ او اقتصادي بحران د شدت لامل شوی دی.
https://avapress.com/vdca6wnu649nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته