دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 262064
ندیم: د پوهنتونونو او دیني مدرسو ترمنځ واټن به له منځه یوسو
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې وویل، هڅه کوي چې د پوهنتونونو او دیني مدارسو ترمنځ واټن راکم کړي او تر خپل واک لاندې اداره کې به د مسلکي کسانو په ګمارلو کې هم لازم اقدامات وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم د پنجشنبې په ورځ (قوس ۱۷) ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال وویل چې دوی هڅه کوي د پوهنتونونو او دیني مدرسو ترمنځ واټن راکم کړي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست چې د هېواد د ختیځو سیمو له علماوو سره یې ناسته درلوده، تر خپل واک لاندې ریاست کې د مسلکي کسانو پر ګمارلو ټینګار وکړ.
 
ندیم زیاته کړه، چې په هېواد کې فزیکي جګړه پای ته رسېدلې، خو د افغانستان د خلکو پر وړاندې رواني جګړه دوام لري او دا د خلکو مسوولیت دی، چې پر وړاندې یې مبارزه وکړي.
 
هغه وويل، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې پوهنتونونه د بېلابېلو خلکو تر منځ د سياست ډګر و او له دې وروسته به يوازې د علومو د زده کړې لپاره کارول کېږي.
 
په دې مشورتي او ستاينليک غونډه کې د هېواد د ختيځ زون يو شمېر علماوو د ژوند په ټولو برخو کې له علماوو سره مشوره يوه بيړنۍ اړتيا وبلله او د اسلامي شريعت په چوکاټ کې يې پر زده کړو ټينګار وکړ.
 
د هېواد په ختيځ کې د خالد قول اردو مرستيال مولوي محمد نظامي هم په دې غونډه کې د ښوونيزو او تحصيلي مرکزونو د امنيت په اړه ډاډ ورکړ او ويې ويل: د متعصبو کسانو پر وړاندې به د خلکو د مال او ناموس د ساتنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. "
 
دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له دې وړاندې هرات ولایت ته سفر کړی و او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د زده کړو پر اړتیا ټینګار کړی و.
https://avapress.com/vdcfv0d0jw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته