دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 262069
پوتین: د اټومي جګړې خطر مخ په زیاتیدو دی
د روسیې ولسمشر په دې خبرې ټینګار سره چې روسیه اټومی وسلې د دفاع وسیله ګڼی او ټینګار یې وکړ چې د اټمی جګړې خطر مخ په زیاتیدو دی.
افغان غږ خبری آژانس: ولادیمیر پوتین د روسیې د بشری حقوقو د شورا د غړیو په غونډه کښې د اټومی جنګ د خطر د زیاتیدو په هکله وویل: روسیه به (اټومی) لومړنی هیواد نه وی چي د اټوم څخه استفاده کوي، که  لومړني نه وي، دویمه به هم نه وي.
پوتین د دغې شورا د یوه غړي د یوې پوښتنې په ځواب کې د نړیوالې اټومي جګړې د ګواښ په اړه وویل: «تاسو هغه څه چې د ګواښ په اړه یې یادونه کړې سمه ده، راځئ چې صادق واوسو، دا ډول ګواښ مخ په ډیریدو دی».
 
هغه زیاته کړه: "موږ لیونی نه یو او موږ د اټومي وسلو په ماهیت خبر یو او د دې وسلو کارولو لپاره زموږ تګلاره یوازې د دفاع لپاره ده، ځکه چې موږ د ډله ایزې تباهۍ وسلې او اټومي وسلې دفاعي وسایل ګڼو."
 
هغه څرګنده کړه: له ۳۰۰۰۰۰ پوځیانو څخه ۱۵۰ زره یې د اوکراین د پوځي عملیاتو سیمې ته استول شوي او ۷۷ زره یې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.
 
پوتین زیاته کړه: "زموږ د ۳۰۰۰۰۰ نارینه جنګیالیو له ډلې څخه چې آماده شوي او د وطن دفاع کوي، موږ له دوی څخه ۱۵۰۰۰۰ په اوکراین کې د پوځي عملیاتو زون ته لیږلي دي چې د هغو نیمایي سره برابر دي چې متحرک شوي دي."
 
هغه وويل: "له ١٥٠ زره کسانو څخه ٧٧ زره يې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او پاتې يې په دويمه او درېيمه کرښه کې دي چې دفاعي دندې ترسره کوي او يا د پوځي عملياتو په ساحه کې اضافي زده کړې کوي."
 
د روسیې ولسمشر ټینګار وکړ: د روسیې پوځ ممکن په اوکرایین کې د اوږدې مودې لپاره جګړه وکړی، خو له اوکراین سره د جګړې په دې پړاو کې د نورو پوځیانو د جلبولو اړتیا نه وینی.
 
https://avapress.com/vdcaiunuo49niw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته