دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 262210
مایک پمپئو: د چین او سعودي عربستان تر منځ اړیکي د بایډن ادارې د ناسمې پالیسۍ پایله ده
د امریکا د پخوانۍ ادارې د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته د چین د ولسمشر سفر د بایډن د ادارې د ناسمې تګلارې پایله ګڼلې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپئو له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې سعودي عربستان ته د چین د ولسمشر سفر د ناسمو کړنو له امله شوی دی.
 
پمپئو په دې مرکه کې زیاته کړه: کله چې تاسو د خپلو ملګرو او متحدینو سره ملګرتیا نه کوئ، تاسو د هغوی سپکاوی کوئ او تاسو د شی جین پینګ (د چین جمهوریت ولسمشر) په څیر د خپلو دښمنانو د شاته کولو لپاره هیڅ کار نه کوئ، تاسو به د دې ډول شاهدان شئ.
 
هغه د بشری حقوقو د سرغړونې او په تېره بیا د جمال خاشقجی د قتل په وجه د ریاض د ردولو لپاره د امریکې د دموکرات حکومت ته په اشارې سره وویل: تاسو په دغه شان کارونو سره د امریکې ټول ولس ته تاوان رسوئ. هغه څه چې تاسو په دې اونۍ کې په عربستان کې شاهدان یاست، د امریکا د غلط سیاست مستقیمه پایله وه.
 
هغه زیاته کړه: تاسو باید د خپلو ملګرو ساتنه وکړئ او له خپلو ملګرو سره پاتې شئ او خپل دښمنان شاته وغورځوئ، که نه ستاسو ملګري به د ځان ساتنې هڅه وکړي. که (د امریکا ملګري) زموږ په دوستۍ او ښه ملګرتیا حساب نه شي کولی، دوی به د ځان د ساتنې لپاره له نورو هیوادونو سره دوستي وکړي.
 
د چين ولسمشر د قوس له ۱۶مې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې سعودي عربستان ته لاړ چې د منځني ختيځ له هېوادونو سره وګوري. نوموړي د دغه سفر په ترڅ کې د انرژۍ او پانګونې څه باندې ۳۰ قراردادونه وتړل او له کوربه هېواد څخه یې ځانګړی درناوی ترلاسه کړ
https://avapress.com/vdcizrarut1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته