دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 262590
د هرات په عمومي محبس کې د ۱۵۰ روږدو کسانو درملنه وشوه
په هرات کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي چې د هرات په عمومي محبس کې شاوخوا ۱۵۰ روږدو کسان تر درملنې وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي.
افغان غږ خبری آژانس - د هرات د امنیې قوماندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست د مسوولینو په حضور کې پرون دوشنبه د عمومي محبس په دننه کې د (نوي ژوند) په نوم پروګرام جوړ شو.
 
په دې پروګرام کې په نشه يي توکو روږدو کسانو چې څو مياشتې وړاندې له ښار څخه راټول شوي وو، له درملنې وروسته بېرته خپلو کورنيو ته ستانه شول.
 
په دې خپرونه کې د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس مولوي حيات الله روحاني وويل: څه باندې ١٥٠ تنه په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه وشوه او بېرته خپلو کورنيو ته راستانه شول، چې د هغوى د کورنيو له خوا هم هرکلى وشو.
 
د هرات د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس زياته کړه: د هرات سيمه ييزه اداره په پام کې لري چې په نوي بهير کې څه د پاسه لس زره تنه په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه وکړي.
 
ښاغلي روحاني همداراز څرګنده کړه: دغه ناروغان له دوو میاشتو راهیسې تر درملنې او څارنې لاندې وو، چې په ترڅ کې ورته خواړه، جامې او درمل ورکړل شول.
 
په عین حال کې، هغه خلک چې د دې پروسې له لارې روغ شوي دي ژمنه کړې چې بیا به مخدره توکو ته مخه نه کړي.
 
دوی له چارواکو غوښتنه کوي چې د نورو روږدو کسانو درملنه وکړي، څو دوی هم له خپل ناوړه حالت څخه وژغورل شي.
 
هرات ولايت د هېواد په لوېديځ کې يو له هغو لويو، ګڼ مېشتو او سرحدي ولايتونو څخه دى، چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو ډېر نفوس لري، چې نارينه، ښځې او ماشومان هم پکې د سړک پر غاړه شپې سبا کوي.
 
https://avapress.com/vdcjh8e8yuqemiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته