دخپریدو نیټه :جمعه ۷ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 264412
پر اوکراین د روسیې د هوايي بریدونو نوې څپه پیل شوه
په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د خبرداري او هوايي خبرداري حالت اعلان شوی، اوکرایني چارواکو د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د روسیې د نویو بریدونو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: اوکرایني چارواکو نن (پنجشنبه، دلو ۶) ادعا وکړه چې د دوی هېواد د روسیې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د یوې نوې څپې له امله په نښه شوی دی.
 
د اوکراین د دفاع د وزیر سلاکار انتون ګیراشچینکو ادعا کړې چې د روسیې کروز توغندي د کسپین سمندرګي له سیمې توغول شوي دي.
 
په همدې حال کې د وینیتیا، نیکولایف، لویف او کریووی روګ په ګډون د ځینو ښارونو چارواکو پر دغو ښارونو د راکټي بریدونو خبر ورکړی. په داسې حال کې چې د نیکولایف چارواکو اعلان وکړ چې پر دغه ښار څو روسي توغندي ویشتل شوي، د زپورزیه چارواکو هم پر دغه ښار د روسیې د توغندیو د بریدونو په اعلانولو سره له اوسېدونکو غوښتي چې له احتیاطه کار واخلي.
 
په ځینو راپورونو کې دا هم ویل شوي چې په کییف کې د اوبو د بریښنا د پمپ کولو او ذخیره کولو سټیشن په ساحه کې د چاودنې غږ اوریدل شوی.
 
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې جرمني او د امریکا متحدو ایالتونو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اوکراین ته به پرمختللي ټانکونه واستوي.
https://avapress.com/vdceze8wwjh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته