دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 268187
په نیمروز کې د داعش پر پټنځای برید؛ دوه تنه داعش وسله وال ووژل شول او يو بل ونيول شو
د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د داعش ډلې پر پټنځایونو د اسلامي امارت د ځواکونو د پوځي عملیاتو په پایله کې د دغې ترهګرې ډلې دوه غړي وژل شوي او یو بل ژوندی نیول شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د نیمروز ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتی حبیب الله الهام د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته دغه خبر تائید کړ، چې نن سهار (حمل ۲۰) د نیمروز ولایت په سیدآباد ولسوالي کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري د داعش وسله والو پر یوه پټنځای عملیات شوي دي.
 
خبرپاڼه زياته کړي: دغې نښتې نږدې نيم ساعت دوام وکړ چې په نتيجه کې يې دوه تنه وسله وال خوارج ووژل شول او يو بل يې ژوندى ونيول شو.
 
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس هم وويل چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
 
د هغه په ​​وينا، امنيتي ځواکونو په دې پوځي عملياتو کې يوه اندازه پوځي تجهيزات هم ترلاسه کړي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د هرات ولایت امنیتي ځواکونو په نهمه او یولسمې ناحیو کې د داعش ډلې پر پټنځایونو بریدونه وکړل او د دغې ډلې غړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
 
https://avapress.com/vdch66niq23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته