دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 268993
داعش یوه پدیده ده چې د بهرنیو یرغلګرو لخوا رامنځته شوې ده
د اسلامي امارت د کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد نبي عمري وویل په افغانستان کې داعش یوه پدیده ده چې د بهرنیو اشغالګرو لخوا رامنځ ته شوې او په رسنیو کې تر ډیره حده په عمل کې لیدل کیږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبی عمری له قوله په یوه غږیز پیغام کې ویل شوی، چې اسلامی امارت په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره راغلی او په ټول توان سره به کار وکړی.
 
محمد نبي عمري څرګنده کړه، ځينې ډلې چې د افغانستان د امنيت د ويجاړونکو ډلو د تمرکز په اړه جعلي او په خپله جوړ شوي راپورونه خپروي، په حقيقت کې هغه کسان دي چې په ټول هېواد کې روان وضعيت او امنيت نه شي زغملی او د خپلو ګټو خلاف ګڼي.
 
تر دې مخکې واشنګټن پوسټ د امریکا د افشا شویو اسنادو په حواله ویلي وو چې افغانستان د داعش د ترورېزم او همغږۍ په مرکز بدل شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcco4qi12bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته