دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۳
د مطلب کود : 269224
د ترانسپورت وزارت له افغانستان څخه یو شمېر هېوادونو ته د هوايي ټکټونو بیه راټیټه کړه
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له هېواده بهر د هوايي ټکټونو نوې بيه اعلان کړه او ويې ويل چې متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او ترکيې ته د ټکټونو بيه راټيټه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په بهرني سکټور کې د الوتنو د ټکټ د نرخ لنډمهاله ټاکلو اعلان وکړ.
 
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي: د یو شمېر بهرنیو لارو د الوتنو د ټکټونو بیه: «کابل - جده - کابل» «کابل-دوبۍ-کابل» «کابل-استانبول- کابل» «کابل-ریاض-کابل» د لنډې مودې لپاره ټاکل کیږي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې نرخ له ټاکلو وروسته به د نورو لارو بيه د هوايي شرکتونو د استازو او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د تخنيکي ټيم له ناستې وروسته د ټولو عملياتي لګښتونو په پام کې نيولو سره ټاکل کېږي.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې د (کابل - جدې - کابل) د ټکټ بيه له ٩٤٠ ډالرو څخه ٧٨٠ ډالرو او د (کابل - رياض - کابل) د ټکټ بيه له ١٠١٠ ډالرو څخه ٨٢٠ ډالرو ته راټيټه شوې ده. د کابل - دوبۍ د الوتنې بیه له ۶۷۲ ډالرو څخه ۶۰۰ ډالرو ته او له کابل څخه استانبول ته د الوتنې د ټکټ بیه له ۹۰۰ ډالرو څخه ۸۸۰ ډالرو ته راټیټه شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو د کام اير او اريانا افغان هوايي شرکت له استازو سره د الوتنو د ټکټونو د لوړ نرخ په اړه د خلکو شکايتونه شريک کړي وو.
 
https://avapress.com/vdcauonuy49niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته