دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 271562
سیګار: په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت لپاره پانګونه اړینه ده
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) وايي، د افغانستان په کرنیز سکتور کې د کوکنارو د بدیل کښت لپاره دوامداره پانګونې ته اړتیا ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: سیګار د ملګرو ملتونو سازمان په حواله ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي بحران به تر هغه دوام وکړي تر څو چې د اقتصادي بې ثباتۍ اصلي لاملونه او عاملین ونه پیژندل شي.
 
دغه بنسټ وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې دې د بدیل معیشت او کرنې په برخه کې دوامداره پانګونه وشي او ښځو ته دې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو سره د افغانستان په اقتصادي برخه کې د هغوی د ونډې زمینه برابره شي.
 
د (السیس) په نوم د یوې برتانوي موسسې له خوا ترسره شوې سروې ښيي، چې په هلمند ولایت کې د تېرو ۲۰ کلونو په پرتله سږ کال د کوکنارو کښت کم شوی دی. دغه اداره د سپوږمکۍ د انځورونو پر بنسټ دې نتیجې ته رسېدلې، چې سږ کال په هلمند ولایت کې په څه باندې زر هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.
 
راپور وايي: "په حقیقت کې د لوړ کیفیت اخیستل شوي عکسونه ښیي چې په هلمند ولایت کې په ۲۰۲۲ کال کې له ۱۲۰ زره هکتاره ځمکې څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې ۱۰۰۰ هکتارو ته د کښت لاندې مساحت کم شوی دی."
 
دغه راز د دې ادارې د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو پر کښت سږ کال لګول شوی بندیز به د ۲۰۲۲ کال په پرتله په افغانستان کې د تریاکو په تولید کې د پام وړ کموالی راولي.
 
د اسلامي امارت چارواکو هم په وار وار له هېوادونو او نړیوالو موسسو غوښتي چې د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
 
https://avapress.com/vdciqzarrt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته